IQNA

حج په قرآن کې/7

حج؛ د زړه  او باطن د پاکولو لاره او د  ښو اخلاقو مشق 

10:26 - June 08, 2025
د خبر لمبر: 3491237
ایکنا -  د حج سفر یو فرصت دی چې د نفس د پاکولو، د صبر او اخلاقو د  مشق  او  تمرین او د روحي زنگونو د لیرې کولو لپاره په معنویت او تقوا سره ترسره کیږي. 

حج؛ د زړه  او باطن د پاکولو لاره او د  ښو اخلاقو مشق د زړه ښکلا او اخلاقي فضیلتونو ترلاسه کول د حج لوئې لاسته راوړنې دي. د خداي د کور  حاجیان او زیارتوال په دغه سفر کې د صبر، سرښیندنې، مهربانۍ، ادب، صداقت، احسان او عاجزۍ په تمرین سره خپل نفس سینګاروي او د خیرغوښتنې ، سخاوت، زهد او آزادۍ په څیر ځانګړنو ته  په خپل ځان کې وده ورکوي. 

دا  تربیتي سفر د مقدسو ځایونو  سره په اړیکو او د مؤمنانو په ملګرتیا سره رامینځته کیږي؛ لکه څنګه چې په آیت «لِیَشْهَدُوا مَنَافِعَ لَهُمْ» کې  په ګټو کې د خدای په لور  د زړونو کاږل او د حج پراخې تربیتي اغیزې پکې  شاملیږي. 

حج، د خپلو ځانګړو احکامو او محرماتو سره، د انسان د وجودي قواو د پاکولو لپاره یو پلیټ فارم دی.

«لا رَفَث» د شهواني  یا نفساني قوې د پاکولو لپاره، 

«لا فُسوق» د غوسې او غضب د کنټرول او د غضبي قوې د وینځلو لپاره، 

«لا جِدال» د فکري او ویناوالو قواو د اصلاح لپاره.

نرمخویي، له ناوړه او ناروا خبرو څخه ډډه کول، په خبرو کې سختي نه کول، غوسه او عصبانیت کنټرولول، په ادب سره  کلام او حتی د نورو له خوا د  اذیت او آزار زغمل،  ښه  اخلاق او د یوه عارف حاجي نښې دي. شاید د حج یوه مهم  حکمت د نیکو اخلاقو، نرمۍ او په وینا کې د ښکلا تمرین او مشق  او دوام وي؛ په تیره بیا  د حاجیانو لپاره چې په یوه کاروان کې یو له بل سره دوامداره اړیکه لري، باید له یو بل سره نرمښت  او دوستي وکړي او د لارې سختۍ او ستونزې د همدردۍ او  ښو اخلاقو په مرسته وزغمي. 

د امام رضا (ع) له نظره، د حج اصلي موخه د الهي دربار ته واریدیدا او له ګناهانو او نفساني خواهشاتو او  شهواتو پاکیدل دي. د سخت زړیتوب یا قساوت ، بخل، غفلت، ناامیدۍ او روحي ناپاکیو پریښودل د حج له حکمتونو دي چې د انسان لپاره د بیا زیږون په څیر دي. مرحوم ملکي تبریزي هم حج د زړه د ناروغیو لپاره  الهي درمل بللي؛ د حج لپاره لګښت د بخل درملنه، او په طواف او لمانځه کې تواضع د تکبر درملنه ده. 

https://iqna.ir/en/news/3493332  

captcha